
ایکنانیوز د صدی البلد له قوله راپور راکوي، د نومبر ۱۱مه، چې د عقرب یا لړم (آبان) شلمه نېټه ده، د شيخ عبدالفتاح شعشاعی د وفات کلیزه ده — هغه د مصر د قرآن د تلاوت له سترو استازو څخه و او د زړه راښکونکي غږ څښتن و، چې نوم یې د اسلامي نړۍ په زړونو کې تلپاتې نقش کړی دی.
شيخ شعشاعی د ۱۸۹۰ کال د مارچ په ۲۱مه د مصر د منوفيه ولایت په شعشا کلي کې زېږېدلی و. هغه د خپل پلار شيخ محمود شعشاعی په حضور کې د لسو کلونو نه مخکې قرآن کريم حفظ کړ او د ۱۹۰۰ کال تر پایه يې د خدای کتاب قرآن کریم په بشپړ ډول حفظ کړ.
له همدې ځایه د هغه د بخت ستوری ځلیدل پيل شول او د تلاوت له سترو استادانو لکه شيخ محمد رفعت، شيخ علي محمود او شيخ احمد ندا سره يو ځای يې شهرت وموند.
د شيخ شعشاعی واقعي شهرت هغه مهال پيل شو کله چې د امام حسين(ع) د ميلاد په اختتاميه شپه کې يې د نورو مشهورو قاريانو ترڅنګ تلاوت وکړ.
شيخ شعشاعی په لومړيو کې په مايکروفون تلاوت نه کاوه او دا کار یې ناروا (حرام) ګاڼه، خو په ۱۹۳۴ کال کې چې د جواز فتوی ورکړل شوه، هغه وروسته د مصر راډیو سره يو ځای شو.
شعشاعی د شيخ محمد رفعت وروسته د مصر د راډیو دوهم رسمي قاري شو او کلنی معاش يې ۵۰۰ مصري پونډه و.
هغه د راډیو لپاره له ۴۰۰ څخه ډېر تلپاتې تلاوتونه ثبت کړل، چې تر اوسه هم د همدې رسنۍ له لارې خپرېږي.
هغه د مصر نه بهر هم سفرونه وکړل، او لومړی کس و چې د مسجدالحرام (مکې)، مسجدالنبي (مدينې) او د عرفې په ورځ په ۱۹۴۸ کال کې ئې د لوډسپيکر له لارې قرآن تلاوت کړ.
همدارنګه، هغه په ۱۹۵۴ کال کې عراق ته سفر وکړ او دا سفر یې په ۱۹۵۸ او ۱۹۶۱ کلونو کې بیا تکرار کړ او هلته یې په لويو اسلامي غونډو کې قرآن تلاوت کړ.
شعشاعی د خپلو قرآني خدمتونو له امله د مصر د اوقافو وزارت له خوا ګڼ شمېر جايزې ترلاسه کړې، او په ۱۹۹۰ کال کې د هغه د قرآني تلاوتونو د قدر لپاره د علومو او هنرونو د لومړۍ درجې نښه ورکړل شوه.
دغه مصري قاري خپل ټول ژوند د قرآن خدمت ته وقف کړی و، تر دې چې په ۱۹۶۲ کال د نومبر په ۱۱مه د ۷۲ کلنۍ په عمر وفات شو.هغه له ځان سره يو تلپاتې غږيز ميراث او يو زوی پرېښود، شيخ ابراهيم شعشاعی، چې د خپل پلار لار يې د قرآن په تلاوت کې تعقيب کړه.
په پای کې،تاسو کولای شئ د استادعبدالفتاح شعشاعی يوازنۍ موجوده ويډيو وګورئ، چې د ۱۹۵۸ کال د رمضان المبارک د مياشتې د ليدو په ځاي کې،په قصرعابدين قاهره کې ترسره شوې وه.